د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت الله احمدی جنتی نن د تهران دجمعی لمانځه په دوهمه خطبه كې وويل د بحرين خلك يوازې په دې خاطر چې د ديكتاتورۍ او ظلم په وړاندې دریږی وژل كیږی په داسې حال كښې چې هغوې په سوله ايزه روده دخپلو قانونی غوښتنو دپوره كيدا غوښتونكی دی.
د د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت الله احمدی جنتی دغه راز سعودی عربستان ته د يمن ديكتاتور علی عبدالله صالح تښتيدا ته اشاره وكړه او اټكل یې وكړ په دغه هيواد كښې د ولسی اعتراضونو په بڼه خپليدا سره د سعودی عربستان، يمن او تيونس ديكتاتوران هم امريكا ته وتښتی.
د تهران دجمعې لمانځه خطيب د سيمې د بدلونونو په هكله د ايران د دریځونو په باره كښې وويل هرچيرې چې اسلامی او ولسی حركتونه وی د ايران اسلامی جمهوريت د هغو ملاتړ كوی.
ايت الله جنتی دغه راز د ايران د اسلامی جمهوريت د بنسټګر حضرت امام خمينی ره د رحلت د كليزې په دستورو كښې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت ايت الله خامنه ای وينا ته په اشارې سره ويل دښمانانو فكر كاوه چې د امام خمينی ره وفات د اسلامی انقلاب د مړينې ښودنه كوی خو ویې ليدل چې د ايران اسلامی انقلاب هماغه راز په قوت او زور سره خپلې لارې ته دوام وركوی.
هغه ويل د امام خمينی ره له رحلته وروسته خلكو د هغه لارې ته دوام وركړ او هیڅ كله یې سازباز ونكړ او هماغه راز خپلو پرمختګونو ته دوام وركوی.
806000