IQNA

په بحرين كښې دپارلمان دوه پخوانی غړی محاكمه شول

22:18 - June 13, 2011
د خبر لمبر: 2137694
نړيواله ډله: د بحرين ترټولو ستر سياسی ګوند الوفاق ويل د دغه ګوند د پارلمان دوه پخوانی غړی او يوه ښځه شاعره نن په پوځی محكمې كښې چې ديكتاتور رژيم په غيرقانونی ډول جوړه كړی ده محاكمه شول.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د بحرين د پارلمان دوه پخوانی غړی جواد فيروز او مطارمطار يوه انقلابی شاعره مرمن آيات القرمزی په دغه هيواد كښې د ديكتاتور حكومت پرضد د خلكو د پاڅون له پيليدا سمدستی وروسته ونيول شول او تر ننه پورې یې د برخليك په هكله هیڅ معلومات نه وو.
د بحرين د دغو دوو شخصيتونو دمحاكمه كيدا په هكله وړاندې هیڅ خبر نه وو وركړل شوی .
د بحرين الوفاق ګوند چې ددغه هيواد ترټولو ستر سياسی ګوند دی په فرورۍ مياشت كښې له پارلمان څخه دمظاهره چيانو پرضد دامنيتی ځواكونو دڅاروی ډوله حملو په اعتراض كښې چې ګڼ شمير بې ګناه خلك پكښې وژل شوی وو استعفاګانې وركړې وې.
په يمن او مصر كښې دديكتاتورو رژيمونو پرضد له ولسی مظاهرو وروسته په بحرين كښې هم خلكو پاڅون كړی او دسياسی اصلاحاتو او ازادۍ غوښتنه یې كړی ده .
خو دبحرين خلك دامريكا ، انګلستان ، سعودی عربستان، متحده عربی اماراتو ،اردن او ځينو نورو عربو هيوادونو په دسيسو سره په سخت ځپل كیږی او له كبله یې په لسګونو كسان مړه او په زرګونو نور ژوبل شوی او په سلګونو نور نيول شوی هم دی چې ښځې او هلكان هم پكښې شامل دی . د بحرين او سعودی عربستان عسكرو په بحرين كښې په لسګونو جوماتونه هم ړنګ كړی دی .
بل خبر داچې دبحرين يوې محكمې يوې ځوانې شاعرې شل كلنې ايت ال قورموزی ته يو كال دبند سز ا وركړه كومې چې په سوله ايزو مظاهرو ګډون كړی وو .
دغه شاعرې په خپلو شاعرونو كښې دبحرين په ديكتاتور نيوكه كړی وه اوله قدرت څخه دهغه په څنګ ته كيدا یې ټينګار كړی وو .
دويلو ده چې په بحرين كښې حكومتی عسكرو وړاندې هم يوه بله شاعره چې دحكومت پرضد یې شعرونه ويلی وو په ډير سخت ډوله شكنجه كړی او بيا یې وژلی وه .
په بحرين كښې تراوسه په سلګونو كسان په غير قانونی پوځی محكمو كښې محاكمه شوی او پنځوس ته یې دپانسی كيدا او بندی كيدا سزاګانې هم وركړل شوی .
دبحرين دبشری حقوقو دځوانانو ټولنې په يوې بيانیې وويل چې له نيول شوی شاعرۍ سره دبحرين او سعودی عربستان پوځيانوبد چلند كړی دی .

807441
captcha