IQNA

احـمدی نژاد: د سيمې ملتونه د دوستۍ او عدالت په سيورې كې سوله، آرامښت او هوساينه غواړی

18:46 - June 15, 2011
د خبر لمبر: 2138964
سياسی او ټؤلنزه ډله: د اسلامی ايران ولسمشر وويل آسيا او اور آسيا په نړۍ واكمن عمومی بهير اومديريت د ملتونو ، سولی او عدالت اپه ګټه بدل كړی .
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن د قزاقستان په پلازمينې آستانه كې د شانګهای د ملګرتيا د مؤسسې په سرمشريزه كې د آسيا او اورآسيا د هيوادونو د بې سارو سياسی ، كلتوری ، اقتصادی او تمدنی ظرفيتونو او فرصتونو أه باب وينا وكړه او ویې ويل آسيا او اورآسيا د يوه بل په مرسته د سلطې د نظام بې خرته قدرت كنټرولولای شی .
د اسلامی ايران ولسمشر د استعمار، او نيواكګريو د پړاؤ ، د نشه ايزو توكو ، ترهه ګرۍ او سرزورۍ د پراختيا ، د نا آمنيو د زياتيدا او نړيوال اقتصادی كړكيچ د علتونو په باب پوښتنې مطرح او ویې ويل د سيمې يو حكومت او ملت هم په دغو تاريخی ناولتياوو كې رول نه دی درلودلی او ددغه ټولو بدبختيو مور په نړۍ د مريتوب او استعمار د پړاؤ مديران دی .
هغه زياته كړه د سيمې ملتونه تل د دوستۍ او عدالت په سيورې كې سوله ، آرامښت او هوساينه غواړی او انسانی كلتور یې ګډوله ده .
د شانګهای د ملګرتيا دمؤسسې لسمه سرمشريزه نن د قزاقستان په پلازمينې آستانه كې پيل شوه.
. چين ؛ روسيه ؛ قزاقستان ؛ تاجيكستان ؛ ازبكستان ؛ قرقيزستان د شانګهای دايمی او ايران ؛ پاكستان و هند وستان څارونكی غړی او افغانستان ځانګړی ميلمه دی .
809093
captcha