IQNA

په درستې نړۍ كې د امام علی عليه السلام د نيكمرغه زوكړې دستورې په پرتم سره لمانځل كیږی

17:53 - June 16, 2011
د خبر لمبر: 2139137
كلتوری او هنری ډله: د ايران ، پاكستان او افغانستان په شمول په درستې نړۍ كې د اميرالمومنين حضرت امام علی عليه السلام د نيكمرغه زوكړې د كليزې په مناسبت دستورې جوړې شوې.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران، پاكستان ملتونو بيا په تيره د افغانستان مسلمان ملت په كابل، وردګ، پروان، بلخ،هرات، غزنی، دائكنډی او باميان ولايتونو پشمول په ډيروځايونوكې د متقيانو د مولا حضرت اميرالمومنين امام علی عليه السلام د نيكمرغه زوكړې دستورې جوړې شوې او د اهل بيت عليهم السلام مدحانو او ويناوالو د اسلام د ګران پيغمبر د جانيشين او يار د خصوصياتو او شجاعت په باب خبرې وكړې او د مسلمانانو د اتحاد او يوالی لپاره ئې دعاګانې وكړې.
همدارنګ په درست ايران كې هم نن د مولا حضرت اميرالمومنين امام علی عليه السلام د نيكمرغه زوكړې په مناسبت ولولناكې دستورې جوړیږی او د اسلام نړۍ او مسلمانانو د اتحاد او يووالی لپاره دعاګانې كیږی.
دا په داسې حال كې دی چې په اسلامی نړۍ كې د ديكتاتورانو په خلاف مسلمان ملتونه راپورته شوی دی او د اسلامی حكومتونو او د خپلو حقوقو غوښتنه كوی او په اسلامی نړۍ كې د يوه حقيقی محمدی اسلام د نظام راوستل غواړی چې مونږ هم ورته ښه هيله غواړو.
809309
captcha