د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «Trouve ta mosquée» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د فرانس د سرسل ښار مشر د اسلامی مركز او ورسره د يو جومات دوه چته جوړلو لپاره اجازت وركړ.
د دې اسلامی مركز لومړنۍ طرحه د اسلامی كارپوهانو په لاس طراحی شوې ده، د سرسل په جومات كښې به 1700 لمونځ كوونكی سړی او 740ښځې لمونځ ادا كولې شی. همدارنګ د دې جمات په پاركينګ كښې به 224 موټرې ودريدې شی.
اسلامی مركز به یې په دويم چت كښې وی او لاندې به یې جومات وی.
810161