IQNA

د فرانس اسلامی ښار "سرسل" د اسلامی مركز څیښتن كیږی

23:28 - June 18, 2011
د خبر لمبر: 2140170
نړيواله ډله: د فرانس د «سرسل»(Sarcelles) ښار اسلامی مركز به 4157 مربع میټر كښې جوړیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «Trouve ta mosquée» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د فرانس د سرسل ښار مشر د اسلامی مركز او ورسره د يو جومات دوه چته جوړلو لپاره اجازت وركړ.
د دې اسلامی مركز لومړنۍ طرحه د اسلامی كارپوهانو په لاس طراحی شوې ده، د سرسل په جومات كښې به 1700 لمونځ كوونكی سړی او 740ښځې لمونځ ادا كولې شی. همدارنګ د دې جمات په پاركينګ كښې به 224 موټرې ودريدې شی.
اسلامی مركز به یې په دويم چت كښې وی او لاندې به یې جومات وی.
810161
captcha