IQNA

بيروت د "په اسلام نړۍ كښې د عالی زده كړې سريزې ايجادول" ناستې كوربه

23:27 - June 18, 2011
د خبر لمبر: 2140175
نړيواله ډله: د ايسسكو د اسلامی زده كړو كلتور او علمونو سازمان د دوشنبې په ورځ د غبرګولی د مياشتې په ديرشمه نیټه يوه ناسته "په اسلام نړۍ كښې د عالی زده كړې سريزې ايجادول" د لبنان په پلازمينه بيروت كښې ترسره كوی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له lebanonfiles اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا ناسته د اسلامی هيوادونو د كارپوهانو په ګډون سره چې د ايسسكو غړی هيوادونه دی د غبرګولی د مياشتې له ديرشمې نیټې شورو كیږی او تر دريو ورځو به دوام ولری.
دا ناسته چې د لبنان د كلتور د وزارت په ځای كښې به ترسره كیږی د سوریې، فلسطين، اردن، سودان، مصر، عربستان سعودی، مراكش، عمان او لبنان 35كارپوهان ګډون كوی.
دا ناسته په دې غرض ترسره كیږی چې په اسلامی نړۍ كښې د عالی زده كښې سريزې او زمينې ايجادې كړی او د زده كړې پراختيا او محصلانو تربيت سره تړلی مسلې پكښې وڅیړل شی.
810498
captcha