IQNA

په جده كښې د اسلامی راديوګانو د اتحادیې ناسته ترسره شوه

20:25 - June 20, 2011
د خبر لمبر: 2141491
نړيواله ډله: د اسلامی راديوګانو د اتحادیې ناڅاپی ناسته پرون د غبرګولی د مياشتې په 29نیټۀ د عربستان په ښار جده كښې د دې اتحادیې په ځای كښې ترسره شوه.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له zawya اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د عربستان د كلتور او اطلاعاتو وزير «عبدالعزيز خوجه»، په دې ناسته كښې ټينګار وكړ: نړۍ د داسې اطلاتو ليدونكې ده چې د وړاندې وينه وړ نه ده چې دې اطلاعاتو په سياسی، كلتوری، ټولنيز او اقتصادی ډګرونو ډېر اثر كړی دی.
هغه وړاندې په خپلو خبرو كښې دا وغوښتل چې له نوې فن اورۍ او اطلاعاتی ليدتوګو دې د اسلام د دين او اسلامی مسلو لپاره كار واخستې شی.
811819
captcha