IQNA

الازهر په مصر كښې د غير دينی حكومت غوښتنه وكړه

19:42 - June 21, 2011
د خبر لمبر: 2142207
نړيواله ډله: د الازهر شيخ "احمد الطيب" پرون د غبرګولی د مياشتې په 30نیټه په يوې ټيلويزيونی پروګرام كښې په مصر كښې د يو ماډرن، ډموكریټيك او غير مذهبی حكومت غوښتنه وكړه.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې د فرانس له رسمی خبری اژانس (AFP) یې نقلوی، د الازهر شيخ پرون د ټی وی په يو خبری ناسته كښې چې د مصر له ټيليويزيونه هم خپور شو، د الازهر د دریځ په هكله د اوسنی شرائطو په هكله خبرې وكړې.
احمد الطيب د مصر د عالمانو د مذاكراتو نتيجه ته په اشارې سره د دين او حكومت تر مينځ د اړيكو او د حسنی مبارك د حكومت د سقوط په هكله وويل: د الازهر ټول عالمان په دې باندې يوه خُله دی چې په مصر كښې دې يو دموكراتيك ملی حكومت چې د ښاريانو د حقونو په برابرۍ متكی و غوښتنه كوی.
هغه ويل: دين او حكومت به له يوۀ بله جدا وی او د مصر حكومت بايد يو ملی او مدرن حكومت وی.
812601
captcha