د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د يمن له سركاری خبری اژانس سبا نټ یې نقلوی چې د قلمی نسخو دا دوهم نندارتون د جون د مياشتی له پينځه ويشتمی نیټی تر اته ويشتمی نیټی پورې د يمن د كلتور وزارت لخوا په صنعاء كې تر سره كیږی چې پكښې د د قران د قلم سره ليكلی نسخی وړاندې كیږی.
د قلمی نسخو په متعلق د يمن د كلتور وزارت استازې ښاغلی مجاهد حميد اليتيم په دې هكله وويل چې دا نندارتون په اووه كوټو مشتمل دی چې پكښې د رسنيو، غوره اثار، ښايسته توب اوزار د قران پاك قلمی نسخی او خطی نسخی او د ورځ پاڼو كوټه شته.
812857