IQNA

د تونس موقت حكومت د اسلامی بانكدارۍ د پراختيا لپاره هڅه

19:39 - June 25, 2011
د خبر لمبر: 2144153
نړيواله ډله: د تونس د موقت حكومت لومړی وزير «الباجی قايد السبيسی» د چنګاښ د مياشتې په دريمه نیټه د «الزيتونه» د بانك مشر سره په كتنه كښې د په دې هيواد كښې د اسلامی بانكدارۍ په پراختيا ټينګار وكړ.
ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له «businessnews» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، السبيسی د «الزيتونه» بانك مشر ،په دې ليدنه كښې «محفوظ بارونی» سره په ليدنه كښې، په دې هيواد كښې د اسلامی بانك دارۍ او اسلامی اقتصاد د پرمختګ او اسلامی بانكونو جوړولو په هكله اعلان وكړ.
محفوظ بارونی پريس سره په خبرو كښې وويل: لومړی وزير سره په كتنه كښې مو دا ژمنه وكړه چې الزيتونه بانك د ملی بانك په توګه، چې د اسلامی اقتصاد او اسلامی شريعت پر قانون قايم دی په دې سيمه كښې د پام وړ شی.
814373
captcha