IQNA

كاظم صديقی: د حضرت محمد مصطفی مبعوث كيدا د ظلم او جهالت په ضد پاڅون ؤ

16:59 - July 01, 2011
د خبر لمبر: 2147134
سياسی او ټولنيزه ډله: زمونږخبريال راپور راكوی د تهران د جمعې لمانځه خطيب د حضرت محمد مصطفی (ص) د مبعث په ورځ د اسلامی انقلاب د معظم لارښود وينا ته په اشارې سره ددې خبرې په كولو سره چې مبعث د استبداد په ضد يو پاڅون ؤ وويل، په مينځنی ختیځ سيمې، د فارس خليج او شمالی افريقا كې ولسی خوځښتونه د فساد اواستبداد په ضد اسلامی پاڅون دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب ښاغلی كاظم صديقی هم دا راز د حضرت محمد (ص) لس كلن حكومت د عدل حكومت معرفی كړ او روښآنه ئې كړه د اسلامی انقلاب په برياليتوب سره د ايران اسلامی جمهوريت د حضرت محمد د مبعث په سيوری كې ۳۲ كاله كیږی چې د ټولو دسيسو په وړاندې مقاومت كړی او هماغه راز به دغه مقاومت ته دوام وركړی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب حجةالاسلام كاظم صديقی روښانه كړه د ظلم او طاغوت په وړاندې د ايران د میړنی ملت مقاومت هم دا اوس په سيمې كې ليدل كیږی او په سيمې كې ولسی پاڅونونو امريكا اواروپا هم اغيزمنه كړې ده.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب هم دا راز د ۱۹۸۱ كال د جون په ۲۸ نیټې د جمهوری اسلامی غورځنګ په دفتر كې ترهه ګرې بم چاودنې ته په اشارې سره وويل استكبار په دغې چاودنې كې د ايران د اسلامی جمهوری نظام ۷۲ خدمت كونكی شهيدان كړل.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب دغه راز وويل ټوله هغه دسيسې چې استكبار ئې د ايران د ملت او حكومت په خلاف اجرا كوی د ايران د ملت د ویښيدا سبب كیږی او دوی به هیڅكله خپلو سپيرو موخو ته په رسيدا كې بريالی نه شی.
818008
captcha