IQNA

احمدی نژاد: ايران له بنديزونو سره سره ښه صنعتی پرمختګونه كړی دی

21:59 - July 02, 2011
د خبر لمبر: 2147694
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن په تهران كې د صنعت او معدن د ملی ورځی په دستورو كې چې د ايران د راډيو او ټلويزيون په تالار كې ترسره شوی وويل له بنديزونو سره سره ايران په بيلا بيلو برخو په تيره بيا صنعت كې ډير ښه پرمختګونه كړی دی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ډاكټر محمود احمدی نژاد وويل له بنديزونو سره سره ايران په بيلا بيلو برخو په تيره بيا صنعت كې ډير ښه پرمختګونه كړی دی او دښمنان ورځ تر بلې نهيلی كیږی.
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد وويل اووه كاله مخكې د ايران د غير تيلی صادراتو ارزښت كابو اووه مليارډه ډالره ؤ ، خو تير كال دغه اندازه له ۳۲ مليارډو هم واوښته چې شپيته سلنه یې د صنعت په برخه كې وه .
ښاغلی ډاكټر محمود احمدی نژاد زياته كړه په ايران د بنديزونو هدف د دغه هيواد د بچيانو په لاس د ايران د جوړولو مخنيوی او د توليد د زياتيدا مخنيوی وباله او ویې ويل په بيلا بيلو صنعتی برخو كې د ايران پرمختګونو نن سبا دغه بنديزونه بې اغيزې كړی دی او ايرانيو توليدونكو او صنعتګرانو په سختو شرايطو كې ډير د اسی ستر كارونه كړی دی چې د ستايلو دی.
818090
captcha