IQNA

احمدی نژاد: لويدیځوال په افغانستان كې ناوړه وضعيت لری

22:46 - July 05, 2011
د خبر لمبر: 2149639
سياسی ډله: د د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن په تهران كې د ايران په مسافرې الوتكې د امريكا د حملې په اړه وويل په دغه جنايت كې ۲۹۰ ايرانيان شهيدان شول چې دغه چاره په ايران د بنديزونو په لګولو سره په يوه وخت وشوه چې دا د ايران له ملت سره د امريكا د دښمنۍ ښودنه كوی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی ډاكټر محمود احمدی نژاد وويل په روانو حساسوشرايطو چې په سيمه كې موجود دی هر ډول اختلاف ، اختلاف ته د لمن وهل او د سيمې د يوه بل د بيلولو لپاره هڅه د صهيونست رژيم او ددغه رژيم د ملاتړو دسيسی دی او هغوئ هڅه كوی څو له اسلام او ايرانه د نورو د ويرولو پروژه تعقيب كړی .
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد له افغانستان څخه د انګريز عسكرو د سوكه سوكه ويستلو په اړه د انګريز لومړی وزير ډيویډ كامرون د وروستيو څرګندونو په اړ ه وويل لويدیځوا هيوادونو ناوړه وضعيت پيدا كړی او د خپلو خلكو له عمومی دباوونو سره مخ دی ، زياته مرګ ژوبله ، درانه مالی لګښتونه او همدغه راز په لويدیځو هيوادونو كې سخت اقتصادی ناورين له دې زيات هغوئ ته دا اجازه نه وركوی چې افغانستان كې پاتی شی ، كه څه هم ځينی هڅه كوی په يو ډول دغه شتون ته دوام وركړی ، خو د هغوئ تر مينځ هم د نظر اختلافات شته او نور خلك نه دی چمتو د امريكا او نورو لويدیځو هيوادونو د چارواكو د ځانګړو هدفونو د تحقق لپاره درانه لګښتونه وزغمی .
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد د سيمې له هيوادونو زر تر زره د بهرنيو عسكرو په ويستلو ټينګار وكړ اوویې ويل له سيمې به د هغوئ په وتلو سره د سيمې حالات ښه شی ، ثبات به ټينګ شی ځكه بې ثباتۍ ، نا آمنۍ ، د ترهه ګرو ډلو فعاليتونه ، او د نشه ايزو توكو د توليد او قاچاق زياتيدا په سيمه ، عراق او افغانستان كې د پرديود شتون پايلې دی چې لويدیځوالو ته یې له تاوان پرته كومه پايله نه ده درلودلی .
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد وويل د سيمې ملتونه به هیڅكله د پرديو نيواكګر شتون ونه منی.
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد په عراق او افغانستان كې وسله والو ډلو ته د ايران د اسلامی انقلاب دساتندويه ځواك (سپاه پاسداران انقلاب اسلامی ) لخوا دوسلو د وركولو په اړه د امريكايی چار واكو د ادعاګانو په هكله وويل دغه تورونه ستر دروغ دی ، ځكه داسی ښكاریږی امريكايان په عراق او افغانستان كې ښه وضعيت نلری او ټولې هڅې یې دادی په هره بيه چې وی په دغو دواړو هيوادونو خپل شتون ته دوام وركړی ، خو تر دباوو لاندی چې د ۲۰۱۱ ميلادی كال تر پايه بايد عراق او د ۲۰۱۴ ميلادی كال تر پايه بايد افغانستان پریږدې ، نو ځكه خو دغه ډول په نورو پړې اچوی ، څو حالات بل ډول وښيی او د خپل شتون د دوام لپاره لاره ولټوی.
819771
captcha