IQNA

په نړۍ كې د ايران د نړيوالو قرانی مقابلو هركلی بې مثاله دی

19:45 - July 08, 2011
د خبر لمبر: 2150751
نړيواله ډله: د ايران د اته ويشتم پړاو د نړيوالې مقابلې د سعودی عرب او د ملايشيا د نړيوالو قرانی مقابلو په نسبت په نړۍ كې ډير زيات هركلی وشو چې وجه یې د قاريانو او حافظانو او استاذانو په دې مقابلو كې د ګډون غير معمولی ګروهنه ده.
د تهران د نړيوالو مقابلو په اته ويشتم پړاو كې د فيصله كوونكی كمیټۍ غړی ښاغلی اظھر بن عثمان بن عبد اللہ د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) سره په خصوصی مركې كې وويل چې ما له دې مخكښې په سعودی عرب كې دوه ځله د نړيوالو قرانی مقابلو فيصله كوونكې دنده درلودلی ده او همدارنګ د خپل هيواد ملايشيا كې هم د هر كال د قرانی نړيوالو مقابلو كې د فيصله كوونكی كمیټۍ غړې پاتې شوی يم خو زما په نظر كې د ايران په اسلامی جمهوريت كې د قران پاك نړيوالې مقابلی كې د ټولې نړۍ قاريانو او حافظانو او استاذإنو ډير دلچسپی او ګروهنی څرګندونه كوی.
821408
captcha