IQNA

احمدی نژاد: ايران د امريكا د هر ډول اقداماتو په وړاندې مقاومت كوی

14:08 - July 11, 2011
د خبر لمبر: 2152571
سياسيی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد په لبنان كې د ايرانيو څلورو ډيپلوماټانو د برمتګرۍ په ۲۹ كليزې دستورو په څنډې كې د امريكا له خوا د پنځوسو ايرانيو چارواكو د بايكاټولو په غبرګون كې وويل امريكايان تل بې هوده او چټی سياستونه تعقيبوی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد وويل امريكايان تل بې هوده او چټی سياستونه تعقيبوی، حال دا چې ايران په قدرت سره د پرمختګ لارې ته دوام وركوی.
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد تهران ته د تركیې د خارجه وزير احمد داؤد اوغلو سفر ته په اشارې سره ووئيل له هغه سره به د سورئې پشمول د سيمې د وروستيو حالاتو په باب سلامشوره او خبرې اترې وكړی
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد روښانه كړه د تهران انقرې او دمشق نزديكيدا به په سيمې كې د امنيت او سولې زمينه جوړونكی شی.
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد د اسلامی ايران خارجه وزير اروپا ته د سفر ته په اشارې سره ووئيل سبا سلوينيا ته او ورپسې هم د آسټريا د خارجه وزير په بلنې ويانا ته سفر كوی.
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد د ايران او اروپا د اړيكو د پراختيا پر زمينو په ټينګار سره وويل ايران د اروپا د انرژۍ تامينونكی كيدلی شی.
823487
captcha