د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن د افغانستان ولسمشر حامد كرزی ته يو پيغام واستاوه.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن د افغانستان ولسمشر حامد كرزی ته يو پيغام واستاوه چې پكښې په يوه ترهه ګر بريد كې د هغه د ورور او د قندهار د ولايتی شورا د مشر احمدی ولی كرزی د وژلې په اړه تسليت ويل شوی او راغلی دی دغه ناځوانمرګه اقدام يو ځل بيا په بيلا بيلو ډولونو له ناآمنيو او د ترهه ګرۍ له كورنيو او بهرنيو عواملو سره د مبارزې اهميت زياتوی.
كه څه هم د دغه ترور پړه طالبانو په غاړه اخيستی، خو شناندی د احمد ولی كرزی په ترور كې د بهرنيو عواملو د رول د احتمال خبر هم وركوی.
825031