د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له سركاری خبری اژانس یې نقلوی د ايران د دفاع وزير ښاغلی سردار احمد وحيدی د امريكا نوی دفاع وزير ليون پانټا په چټې ويناوو چې ويلی یې وو ايران د عراق له وسله والو سره د وسلو مرسته كوی، نيوكه وكړه.
د ايكنا له راپور سره سم د ايران د دفاع وزير ښاغلی سردار احمد وحيدی نن زياته كړه د ايران پر ضد امريكايی مقاماتو تورونه ۳۲ كال كیږی چې دوام لری او پخپله هم پوهیږی چې دغه تورونه بې اساسه دی او د هغو ګواښونه به هم كومه نتيجه ورنكړی.
د ايران د دفاع وزير ښاغلی سردار احمد وحيدی جوته كړه د امريكا د دفاع وزير څرګندونې په داسې حال كې دی چې د دغه هيواد مقامات په خپلو اعترافاتو كې وايی چې د ايران د اسلامی جمهوريت له نظام سره د دښمنو له بيلا بيلو ډلو سره مرستې كوی.
825042