IQNA

د "نجف د اسلامی نړۍ كلتوری مركز" د منصوبی څخه د عراقی چارواكو غفلت

19:51 - July 14, 2011
د خبر لمبر: 2154428
نړيواله ډله: د عراق چارواك په اوسنيو حالاتو كې سياسی او د امن او امان له اړه په ستونزو سره مخامخ دی په همدې وجې دا چارواك له دې سترې كلتوری منصوبی ته ښه پام نه كوی.
په قم كې د ايت الله العظمی سيستانی د دفتر سره تړلی عقيدتی او تحقيقاتی مركز مشر حجت الاسلام و المسلمين محمد الحسون د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په خصوصی مركې كې وويل چې په نجف كې ډير تاريخی او لرغونی ځايونه موجود دی چې پكښې د امام علی عليه السلام مباركه زيارت په ټولو كې لومړۍ دی او دا د دې بركت دی چې په نجف كې دينی كلتور په خپل عروج باندې دی.
ښاغلی حجت الاسلام و المسلمين محمد الحسون زياته كړه چې اوس د عراق چارواك د سياسی او امنيت په مسلو كې راګير او مشغول دی ځكه چې د امنيت راوستل په بل هر څه زيات ضروری دی.
824386
captcha