IQNA

د "تقريب " او نږدې كيدا مطلب دا نه ده چې خپلې عقيدی له لاسه وركړو

19:51 - July 14, 2011
د خبر لمبر: 2154565
نړيواله ډله: د اسلامی مذهبونو د نږدې كيدا نړيوالی غونډی ستر سكتر د عراق عالمانو سره په كتنې كې په دې خبرې ټينګار وكړ. چې د تقريب معنا او مطلب دا نه دی چې يو مذهب په بل مذهب كې ګډوډ ول نه دی او له خپلو عقيدو او باورونو لاس وينځل نه دی. بلكې د ټولو مذهبونو ګډو عقيدو لټول او په هغه باندې راټوليدل دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د اسلامی مذهبونو د نږدې كيدا نړيوالی غونډی له عمومی تعلقاتو یې نقلوی چې آيت اللہ محمد علی تسخيری د روانی ميلادی مياشتی جولایې په دولسمی نیټی د سه شنبه په ورځ د عراق د كردستان ولايت د مجتهدينو، عالمانو، خطيبانو، دعلميه حوزې استاذانو او د نجف اشرف او د كردستان د جمعی امامانو په شمول يو پلاوې سره كتنې كې د نجف اشرف مخينه، اسلامی رسندویې او ددې تقاضی او د اسلامی مذهبونو د نږدې كيدا نړيوالی غونډی د فعاليتونو په هكله خبرې اترې وكړی.
824754
captcha