IQNA

د ايران د اطلاعاتو وزيرد هند د ممبۍ ترهګرې چاودنې وغندلې

22:48 - July 15, 2011
د خبر لمبر: 2154839
سياسی ډله: د ايران د اطلاعاتو وزيرښاغلی مصلحی د هندوستان د ممبۍ ترهګرې چاودنې وغندلې.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت د پرون د هندوستان د ممبۍ د ترهګرو بم چاودنو د غندلو په ترڅ كښې چې د لسګونو كسانو د وژلې او ژوبليدا سبب شوې د دغو چاودنو د وژل شويو كسانو له كورنيو سره خواخوږی اعلان كړه.
د ايران د د ايران د اطلاعاتو وزيرښاغلی مصلحی وويل په سيمه كښې د ترهګرۍ د سپيرې ښكارندې د پراختيا جرړه د پرديو عسكرو په شتون او له ترهګرۍ سره د مبارزې په هكله د هغوې په ناسم كړچار كښې ده.
د هندوستان په ممبۍ كې په تيرې چهارشنبې شپې درې بم چاودنې شوی وې چې له كبله يويشت كسان مړه او ۱۴۱ نور ژوبل شوی وو.
تر اوسه كومې ډلې د دغو بم چاودنو مسوليت پرغاړه نه دی اخيستی.
826110
`
captcha