IQNA

د شيعه ؤ امام مهدی له ټولو اړخونو د انسانيت ژغورونكی دی

10:35 - July 17, 2011
د خبر لمبر: 2155392
نړيواله ډله: په بودايانو او شيعه ؤ تر مينځ د امام مهدی په اړه اختلاف شته د بودايانو دين ډير معنوی اړخونه لری خو اسلام مادی اومعنوی دواړه اړخونه تر لاسه كوی همدې له امله د شيعه ؤ د عقيدی امام مهدی عليه السلام د ژوند په ټولو اړخونو كې د انسانيت ژغورونكی او نجات وركونكی دی.
په ټوكيو پوهنتون كې د اسلامی مطالعاتو استاذ ښاغلی شیګرو كامادا چې د نظريه مهدويت په نوم اووم نړيوال سيمنيار كې ګډؤن لپاره له جاپانه راغلی دی د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) سره په خبرو اترو كې وويل چې د بودايانو او شيعه ؤ تر مينځ د امام مهدی په هكله ډير اختلاف شته او موعود ټكی مفهوم په دې دواړو دينونو كې بيلا بيل مفهومونه لری. خو بيا هم په دې كې شك نيشته چې د شيعه ؤ امام مهدی له ټولو اړخونو د انسانيت ژغورونكی دی
شیګرو كامادا زياته كړه چې بودای مذهب په هندوستان كې زيات شوی دی او هندی مذهبونه اكثره توګه مادی چارو په ځای روحانی او معنوی چارو ته زيات پام كوی.
826447
captcha