IQNA

په انګلينډ كښې د قران د حفظ او قرائت مقابلې ترسره كیږی

18:59 - July 21, 2011
د خبر لمبر: 2157551
نړيواله ډله: د قران د حفظ او قرائت مقابلې د وږی د مياشتې په 5 او 6 نیټې (د روژې د مياشتې په 27 او 28) د انګلينډ په اسلامی مركز كښې ترسره كیږی.
ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له «ic-el» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د انګلينډ اسلامی مركز د روژې په مياشتې كښې د خپلو پروګرامونو اعلانولو سره سم وويل: د قران د حفظ او قرائت مقابلې به هم ترسره كیږی.
دا مركز له مقابلو پرته د روژې په مياشتې كښې د ماښام او ماڅښوتن له لمانځه وروسته د قران تلاوت او بيا د قران د درسونو په عنوان د ويناوو پروګرام هم ترسره كوی.
828729
captcha