ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش، حضرت ايت ا.. خامنه ای سمندر د هيوادونو اوملتونو لپاره يو لوی او سټراټيجيك فرصت وبالهّ اوټينګار ئې وكړ ،ددغوسمندرونوګټې او امكانات له ټولو ملتونو سره اړه لری
داسلامی انقلاب معظم لارښودد فارس خليج اوعمان سمندر په حساسې سيمې كې د سرزورو قدرتونو دشتون مخينې ته په اشارې سره وويل ، نن سبا شرآيط له تير وخت سره توپير لری او ددغې سيمې اوږد او پرله پسې ساحل دهغه ویښ اوسرلوړی ملت او خپلواكه حكومت په اختيار كې دی چې خپل ملی هوډ او قدرت پيژنی اوخپله اراده پرهر سياسی اوپوځی قدرت تپی اوهغه به شاتګ ته مجبوره كړی .
د ايران د ټولو قواؤ ستر قوماندان زياته كړه نن سبا فارس خليج اوعمان سمندرداسلامی ايران په قدرتمند شتون سره يوه خپلواكه او آزاده سيمه ده .
داسلامی انقلاب معظم لارښود په سيمې كې د امريكايی او اروپائی بیړيو شتون ناخوښ او تاوانی وبالهّ او ټينګار ئې وكړ ، هغه پړاؤ چې مستكبر قدرتونو په پوځی شتون يره د ملتونو لپاره دندې ټاكلې تير شوی دی اوكه حتی دسيمې ځينی حكومتونه هماغه راز دمستكبروقدرتونودحكمونوله پيروۍ سره دلچسپی هم ولری خود سيمې ملتونه هوښياراو ویښ شوی دی اوپه سيمې كې دپرديو پوځی شتون دناكراريو سبب ګڼی . دوی ټينګار وكړ ايران يوهيوادهم جنګ جګړو ته نه هڅولی دی او نه به ئې وهڅوی اوترڅو چې وكولی شی له هرحساب شوی اوتصادفی مخامخيدابه ډډه وكړی خو هغه كسان چې خپل پرمختګ په زورسره تامينوی ،بايد ځان د يوه پياوړی اوقدرتمن ملت په وړاندې احساس كړی
830022