IQNA

د اسلامی همكارۍ سازمان په ناروې كښې تيروريستی چودنه وغندله

19:20 - July 24, 2011
د خبر لمبر: 2159133
نړيواله ډله: د اسلامی همكارۍ سازمان، د ناروې په اسلو ښار كښې دوه تيروريسټی بريدونه او په هغو كښې د لسګونو خلكو وژنه وغندله او تيروريسم سره د مقابلې په ضرورت یې ټينګار وكړ.
ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له «دارالحياة» ورځپاڼې یې نقلوی، د اسلامی همكارۍ د سازمان مشر «اكمل‌‌الدين احسان اوغلو» په دې هكله وويل: د ناروې د تيروريسټی پیښې لپاره خپه يواو په دې كښې غمجن شويو كورنو سره غمرازی كوو.
د اسلامی همكارۍ د سازمان مشر، د ناروې په اسلو ښار كښې دوه تيروريسټی بريدونه او په هغو كښې د لسګونو خلكو وژنه وغندله او تيروريسم سره د مقابلې په ضرورت یې ټينګار وكړ.
د ناروې لومړی وزير په دې پیښې پسې اعلان وكړ: ناروې به د دې پیښې اصلی عاملان د خارجی اطلاعاتو ايجنسۍ په همكارۍ سره د پيژندګلو هڅه كوی.
830296
captcha