IQNA

يورپ؛ مسلمانان په لومړی اګست لومړۍ روژه نيسی

22:51 - July 27, 2011
د خبر لمبر: 2161187
نړيواله ډله: د تحقيق او فتوی لپاره د يورپ نړيواله غوڼده (ECFR) د اعلامی سره سم د يورپ مسلمانان به د دوشنبه په ورځ د اګست په لومړی نیټی خپله روژه نيسی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «On Islam» یې نقلوی چې د تحقيق او فتوی لپاره د يورپ نړيواله غوڼده (ECFR) اعلان كړی دی چې د غونډې د فلكياتو د ماهرانو له تحقيقاتو معلومیږی چې د روژې د مباركې مياشتی سپوږمئ به په يو ديرشمی جولايی په شمالی افريقا، شمالی سعودی عرب او شمالی امريكہ په ځينو ځايونو كې ليدلی شی.
د تحقيق او فتوی لپاره د يورپ نړيواله غوڼده (ECFR) په اعلان كې زياته كړه چې د ماهرانو د تحقيقاتو د جاجونی نه پس دې غونډې دا فيصله وكړه چې د ميلادی مياشتی د اګست په لومړۍ نیټی به لومړۍ روژه وی.
832609
captcha