IQNA

په اټلی كښې د الهی دينونو مشران راغونډیږی

23:04 - July 27, 2011
د خبر لمبر: 2161191
نړيواله ډله: د اسلام مسيحيت او يهوديت دينی مشران د لړم د مياشې په پينځمه نیټه د اټلی په اسيزی ښار كښې راغونډیږی.
ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له «zenit» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلويی، د دينونو تر مينځ لومړنۍ سمينار، د همدې ورځې كليزې سره سم چې پينځه ويشت كاله وړاندې د پاپ «ژان پل دوم»27 اكتوبر 1986ميلادی كال كښې ترسره شوې و، د «شپاړسم بنديكت» پاپ په وړانديز سره يو ځل بيا د دينی مشرانو تر مينځ د خبرو اترو په غرض دا ورځ د لومړی ځل لپاره ترسره كیږی.
د دې سمينار نامه "د حقو زواران، د صلحې زواران" ده چې د كليسا د مقاماتو مسلمانانو عالمانو او د يهوديانو د خاخاميانو په ګډون سره ترسره كیږی.
832689
captcha