د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ډاكټراحمدی نژادهمداراز د دې خبرې په كولو سره چې د نړۍ اوسنۍ وضيعيت د بدليدا او موجوده نظم د ختميدا په حال كې دی روښانه كړه، پآنګوال نظام د نابودۍ په لاره سم شوی او نور په لاره د ګامونو د اوچتولو توان نه لری.
د اسلامی ايران ولسمشر د ستمبر له يولسمې وروسته په سيمې د امريكا لښكر كشۍ ته په اشارې سره هم وويل، دغه لښكر كشی په سيمې كې د امريكا د سلطې اواقتصادی وضعې د رغاولو او هم دا راز د صهونيسټ رژيم د ژغورلو په دوو موخو سره شوې ده.
ډاكټر احمدی نژادهم دا راز پر نړيوال معادلاتو د اسلامی ايران د رغنده اغيزو ته په اشارې سره وويل، د اسلامی انقلاب پّه برياليتوب سره په ملتونو كې انسانی ارزښتونه او د ملتونو ولسی غوښتنې ژوندۍ شوی دی او د ملتونو نظر ئې بدل كړی دی او ټول په آزادۍ، ملی واكمنۍ، عدالت او عزت پسې شوی دی.
833295