د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد روښانه كړه د يوه ملت پرمختګ له هويته پرته ممكن نه دی.
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر احمدی نژاد نن د ايران د شمال لويدیځ خيتیځ آذر بايجان ولايت د تبريز لوی بازار د نړيوالې ثبتيدا د جشن په دستورو كې تير تاريخ د يوه ملت د هويت اصلی ركن وبالهّ او زياته ئې كړه د تير وخت د تاريخ دهويت معنا اوسنی توانمنیۍ او هغه آئیډيالونه دی چې يو ملت ئې تعقيبوی.
ډاكټر محمود احمدی نژاد د تبريز بازار د تاريخ په اوږدو كې د ايران د ملت د كلتور، ځانګړنو او عظمت بيلګه وبالهّ او وې ويل د تبريز لوی بازار داسې ودانۍ ده چې د ايمان او پاكۍ په اساس دريدلې ده او د غونډيدا، راپورته كيدا او خوځيدا مهم مركز دی.
د تبريز د تاريخی بازار كمپليكس چې په نړۍ كې يوه كلومیټره اوږده پرله پسې او چت لرونكې يوازنۍ ودانۍ ده نن په يو لړ دستورو كې د ايران د اسلامی جمهوريت د ولسمشر په شتون سره د ملګرو ملتو د يونسكوادارې په نړيوال ليسټ كې ثبت شو.
834348