د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د قران كريم د نورلسم نړيوال نندارتون یې نقلوی، په بيلا بيلو ژبو د قران كريم نوې ترجمې د قران د كلتوری موسسې ترجمان وحی له خوا په مصلای امام خمينی(رح) كښې وړاندې كړې شوې، لكه په انګريزۍ، فرانسيسۍ، سپينش، جرمنۍ، چينۍ، تركمنۍ، كردۍ، سورانۍ، د اذربايجانی په تركۍ، ناروۍ، فارسۍ او استنبولی تركۍ په ژبه.
په دې ترجمو كښې ځينې ترجمو لكه د «محمد محمود غالی»، «محمد ياسر»، «ظريف خالدی»، «عبدالله يوسف علی» و «علی اونال» په انګريزۍ ژبه، ترجمه قرآن «محمد مكين» او «عبدالرحمن لی خونگ مينگ» ترجمه په چينۍ ژبه همدارنګ په جرمنۍ ژبه د «احمد فان دنفر» او «يوسف كهن»، په كردۍ ژبه د «صديق صفیزاده» ترجمه او داسې نورې چې د ترجمان وحی موسسې له خوا خپرې شوی دی.
834048