IQNA

د ايت الله سيستانی دفتر هم پرون ورځ د روژې لومړۍ ورځ اعلان كړه

19:01 - August 03, 2011
د خبر لمبر: 2164892
نړيواله ډله: دعراق د شيعه مرجع او مجتهد ايت الله العظمی سيد علی سيستانی په يو بيان كې ويلی دی چې د اتوار په ماښام د سپوږمۍ ثابته نه شوه په همدې وجې د دوشنبه ورځ د شعبان دمياشتی ديرشمه نیټه ده او د سه شنبه ورځ د ميلادی كال د دوهم اګست ورځ د لیږديز كال 1432 د روژی مياشتی لومړۍ روژه ده.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز نون یې نقلوی چې ايت الله سيد علی سيستانی د يوې بيانیې په خپرولو سره ويلی دی چې د اتوار په ماښام د سپوږمۍ ثابته نه شوه په همدې وجې د دوشنبه ورځ د شعبان دمياشتی ديرشمه نیټه ده او د سه شنبه ورځ د ميلادی كال د دوهم اګست ورځ د لیږديز كال 1432 د روژی مياشتی لومړۍ روژه ده.
حضرت آيت اللہ العظمیٰ سيستانی د دنيا د مسلمانانو ته د روژې مباركه مياشتی د رارسيدو په مناسبت د مباركی په ويلو سره له خدايه د مسلمانانو لپاره د دې مياشتی د بركتونه رحمتونه او د ورورولۍ مياشتی د جوړيدو دعا وكړه.
835356
captcha