IQNA

احمدی نژاد: له ترهه ګرۍ سره د لودیځوالو ادعاګانې چټی او دوكه ده

20:58 - August 03, 2011
د خبر لمبر: 2164907
سياسی ډله: زمونږخبريال راپورراكړ د ايران ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد نن د وزيرانو په غونډې كې د ايران په ضد د ترهه ګرو ډلګيو اقداماتو ته په اشارې سره وويل د اسلامی ايران په ضد د پژاك ترهه ګرې ډلګې او منافقينو خوځښتونه د ايران د وسله وال ځواك او سپاه پاسدارانو په هڅو سره ځپل شوی دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی احمدی نژاد وويل خو له هغوی د اروپائی هيوادونو ملاتړ ښئ چې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په باب د لودیځوالو ادعاګانې چټی او پوچې دی او دا دوه ګوڼه پاليسې ده.
د ايران ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد د منافقينو له ترهه ګرې ډلګۍ سره په چلند كې د عراق د لومړی وزير په قدرونې سره وويل اروپائی هيوادونه بايد خپل دوه ګوڼی چلند پریږدی او پوهه دې شی چې له ترهه ګرۍ سره د هغوی ادعاګانې د منلو وړ نه دی ځكه دوی پخپله د ترهه ګرۍ ملاتړی دی.
ښاغلی احمدی نژاد هم دا راز د سيمې د هيوادونو له پیښو سره په مخامخيدا كې د لويدیځوالو حكومتونو د چلند دوه ګوڼوالی ته اشاره وكړه او په اسلامی هيوادونو كې یې ولسی خوځښتونه اسلامی او خودجوشه وبلل.
هغه وويل په دغو هيوادوونو كې د ولسونو انقلابی څپه داسې حركت نه دی چې د مقابل لوری په تاؤتريخجنو اقداماتو سره ختم او يا غلی شی او د مصر او تيونس د ديكتاتورانو محاكمې هم د اسلامی امت لاره ښئ او دا خوځښت هماغه راز دوام لری چې پر ديكتاتورانو به خوبونه نور هم حرام كړی.
836498
captcha