IQNA

د مصر فرعون حسنی مبارك محاكمه په قاهرې كې پيل شوه

11:00 - August 04, 2011
د خبر لمبر: 2165021
نړيواله ډله: د مصر د ديكتا تور حسنی مبارك محاكمه په قاهرې كې د پوليسو په اكیډمۍ كې پيل شوی ده.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو ويب پاڼی الجزيره یې نقلوی چې د مصر نسكور شوې ديكتا تور مبارك چې د فرورۍ په ۱۱ او له قدرته له څنګته كيدا وروسته په شرم الشيخ ښار كې وو، نن په يوه الوتكه كې له شرم الشيخ څخه قاهرې ته منتقل شو.
حسنی مبارك له خپلو زامنو علا او جمال او څو نورو پخوانيو مصری مقاماتو سره يو ځاې د پوليسو په اكیډمۍ كې د مظاهرچيا نو د وژلې، اسرايلو ته د ګازو د صادرولو او عمومی شتمنيو د ضايع كولو په تور محاكمه كیږی.
له بلې خوا يو بل راپور وايی چې د صيهونيسټ رژيم د پارليمان غړی او پخوانی وزير بينامين بن اليعارز نن د دې خبرې په كولو سره چې څو مياشتې مخكې یې په شرم الشيخ كې له مبارك سره ليدنه كړی وه او هغه ته یې اسرايلو ته د سياسی پناه وړانديز كړې وو. خو مبارك دغه وړانديز رد كړې وو. وروستی رارسيد لی راپورنه وايی چې مبارك او د هغه زامنو په ځان لګيدلی تورونه رد كړی دی.
836599
captcha