د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو ويب پاڼې «msa.mit» یې نقلوی چې دا مقابلی د روژی د مباركې مياشتی په مناسبت د بوسټن د مسلمانانو محصلانو اتحادیې لخواتر سره كیږی.
دا مقابلی د قران پاك په مختلفو سورتونو كې لكه د سوره ياسين حفظ، د سوره واقعه حفظ، د سوره ملك حفظ او د قران پاك په قرائت كې تر سره كیږی چې پكښې د فيصلی ذمه واری د بوسټن ښار د جوماتونو امامان او مسلمان دينی عالمانو يو پلاوې يی كوی.
و ويلو ده چې دا اتحاديه ډيره فعاله ده او مختلف اسلامی پرګرامونه او مراسم ترسره كوی او سږ كال د روژی په مباركې مياشتی كې دوی لخوا د درسونو، د قران پاك قرائت او د روژه ماتی پروګرامونو بندوبست شوی دی.
836627