د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له المنار خبری چينل یې نقلوی چې د نوموړی محكمې څارنوال ډانيل پلمار پرون وئيلی چې داسې سندونه څیړی چې د حزب الله غورځنګ استاذی د جولائی په ۱۳ د هغه دفتر ته وركړی دی.
دغه راپور ښئ د حزب الله غورځنګ په اعلامیې كې دغه ادعا دروغ بلل شوی او ټينګار شوی دی چې د دغه غورځنګ يوه استاذی هم د ډانيل پلما دفتر ته هیڅ ډول سند نه دی وركړی.
په دغې اعلامیې كې زياته شوې ده دغه غورځنګ د سيد حسن نصرالله د وينا يوه نسخه يوازې د لبنان د څارنوال قاضی سعيد ميرزا په غوښتنې هغه ته وركړې ده.
د لبنان د حزب الله غورځنګ پخپلو اعلاميو كې څو ځله روښانه كړې ده چې خپل مستندات يوازې د لبنان قضائی چارواكو ته وركوی.
836078