IQNA

د بحرين د شيعه و مشر: د بحرين د سياسی حالاتو د منلو دوام ممكن نه دی

18:58 - August 06, 2011
د خبر لمبر: 2165787
نړيواله ډله: د بحرين د علماو د ټولنې مشر وويل ملت په هيواد كښې د خرابو ټولنيزو او سياسی حالاتو دوام نه منی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د بحرين د علماو د ټولنې مشر شيخ عيسی قاسم وويل د بحرين ملت نور د اصلاحاتو د بهير بنديدل، د سياسی او اقتصادی حالاتو خرابيدل او د فساد دوام نه منی.
هغه وويل دا جايزه خبره نه ده چې د بحرين په زرګونو ښاريز په مظاهرو او پرلتې وهلو كښې د ګډون په پلمه له كارونو ليرې كړې شی.
د بحرين د علماو د ټولنې مشر شيخ عيسی قاسم د بحرين د كاری ځواك پر ځاې د خارجی كاری ځواك راوستل غير شرعی كار وباله.
د بحرين دغه مذهبی مشر وويل ال خليفه ديكتاتور رژيم هڅه كوی پوهنتونونه له محصيلينو خالی كړی چې دغه كار به د ټولنې د فكری او علمی ودې د كميدا سبب شی.
د بحرين خلكو د فرورۍ د مياشتې له څوارلسمې نیټې د ديكتاتور ال خليفه رژيم پرضد چې په سلګونو كلونه كیږی د امريكا او انګلستان په مرستې سره په قدرت كښې دی پاڅون پيل كړی خو د بحرين عسكر و د سعودی عربستان متحده عربی اماراتو، قطر او د اردن د نيواكګرو پوځيانو په ملګرتيا سره خلك په سخته ځپلی او تر اوسه یې په لسګونو بې ګناه خلك په ډير ظلم سره وژلی په سلګونو نور یې ژوبل كړی او په سلګونو نور یې نيولی هم دی چې د بر خليك په باره كښې یې هیڅ اطلاع نشته.
د بحرين او سعودی عر بستان عسكرو دغه راز په لسګونو جوماتونه هم ړنګ كړی او هلته یې قران مجيدونه هم سوزولی .
837755
captcha