IQNA

تركی د اسلامی همكارۍ تنظيم د بیړنی ناستې غوښتنه وكړه

16:50 - August 07, 2011
د خبر لمبر: 2166685
نړيواله ډله: د تركی خارجه وزير د افريقی هيوادونو په ناوړه حالت باندې د اندیښنی په څرګندونی سره د اسلامی همكارۍ تنظيم د غړيو هيوادونوپه ګډؤن د يو بیړنی ناستې د تر سره كولو غوښتنه وكړه.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «afriqueexpansion» یې نقلوی چې د تركی خارجه وزير ښاغلی احمد داوود اوغلو د سه شنبه په ورځ د تركی رسنيو سره په خبرو كې په ځينو افريقی هيوادونو كې اندیښمن او ناوړه حالت ته په اشارې سره وويل چې دا هغوی لپاره ډير سخت وخت دی او د اسلامی همكارۍ تنظيم څخه یې غوښتنه وكړه چې د دې خلكو د ستونزو د ليرې كولو په هدف زر تر زره بیړنی ناسته تر سره كړی.
د تركی خارجه وزير ښاغلی احمد داوود اوغلو زياته كړه چې ما د زيارت په ورځ د اسلامی كانفرنس مشر ښاغلی اكمل الدين احسان اوغلو سره وكتل او ورته مو وړاندېز وركړ چې د افريقی هيوادونو د مرستې په هدف سره زر تر زره يوه ناسته تر سره شی.
837757
captcha