IQNA

د اخوان المسلمين لومړی څرګندې ټولټاكنی

23:14 - August 08, 2011
د خبر لمبر: 2167483
نړيواله ډله: د مصر اسلامی ګوند اخوان المسلمين په تاريخ كې لومړنی انتخابات د خپل دفتر د دريو مشرانو ټاكلو لپاره څرګند انتخابات تر سره كړ.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له مصری ورځ پاڼی الشروق یې نقلوی چې اخوان المسلمين په شپږم اګست په خپل تاريخ كې د خپل ګوند د داخلی ټولټاكنی په څرګنده توګه ترسره كړ چې دا په مصر كې د ديموكراسی او ازادۍ عملی بيلګه ده.
د ويلو ده چې اخوان المسلمين داخلی انتخابات د دفتر د دريو اهم شخصيتونو «محمد مرسی»، «عصام العريان» او «محمد سعد الكتاتنی» لخوا د استعفی په وړاندې كولو په خاطر ددوی په ځای د نورو كسانو ټاكلو لپاره تر سره شو.
838759
captcha