IQNA

د حضرت بی بی خديجة الكبری د غم ورځې په مناسبت د هغې بی بی د ژوند ليك

15:42 - August 11, 2011
د خبر لمبر: 2168978
د تفكر او علم ډله: د بعثت د لسم كال د روژې د مباركې مياشتې لسمه ،د خداې له وروستی رسول سره د سر شيندونكی بی بی ۲۵ كلنه ملګر تيا ختمه شوه .
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د محقق په لاس ليكلی مقاله كې ليكی د اسلام ګران پيغمبر حضر ت محمد مصطفی ص په داسې ورځ خپله وفا داره مير منه حضر ت خد يجه س له لاسه وركړه او د هغې بی بی په سوزونكی بيلتون كې وژړيده .دغه دردونكی پیښه چې د پيغمبر اكرم ص د ګران تره حضر ت ابو طا لب ع له وفا ته لږ وخت وروسته وشوه ، رسول ا... مبا رك یې دومره متا ثره كړ چې هغه كا ل یې عام الحزن ونو موه .كله چې بی بی خد يجه س وفا ت شوه نو پيغمبر اكرم ص ډير وژړيده او په داسې حا ل كې چې له ستر ګو مبا ركو یې اوښكی بهيد لې ، خپله مير منه یې په قبر كې كوزه كړه او داسې ېې وفر ما يل ،
چير ته ده د خد يجه په شان ، كله چې خلكو زه رد كړم ، نو هغې زه تصد يق كړم . د خداې په دين كې یې زما مر سته وكړه او په خپلې شتمنۍ سره یې زما مرسته او مدد وكړ .
د دغې بزرګوارې بی بی د وفات د كليزې د تسليت په وړاندې كو لو سره د دغې ستر ې بی بی د ژوند ټیټو هسكو او شخصيتی ځا نګړنو په اړه درسره غږیږو، زمونږ سره ملګری اوسی
حضر ت بی بی خد يجه س يوه پو هه ، شرافت درلو دونكی ، با حيا او هو ښياره مير منه بلل كیږی . له يوې خوا د هغې بی بی شرافت او له بلې خوا د رسو ل ا... مبا رك مير منتوب او همدا راز د اسلام د سپیڅلی دين په لاره كې د هغې بی بی خد متو نو ، دغې بزرګو ارې بی بی ته خآ نكړ ې مقا م او عظمت وربخښلې دې .
حضر ت بی بی خد يجه د حجاز يوه ستر ه تا جره وه او حتی له پيغمبر اكرم ص له واده مخكې یې هم ښه شهر ت درلو د . هغه بی بی د پيغمبر اكرم ص له بعثته وړاندې د هغه بزرګوار د ګران جد حضر ت ابراهيم ع د دين پيرو وه او په هغه لو مړنۍ ورځ چې پيغمبر اكرم په پيغمبر ی مبعو ث شو ، نو اسلام یې راوړ .
حضر ت بی بی خد يجه س هیڅكله تجا رت ته په هر ه طريقه د درامد د تر لاسه كو لو د اوزار په تو ګه نه ليد ل او بې رویې ګټې پسې نه وه . له دې امله هڅه یې كو له چې له نا سمو درامدو پا ك تجا رت وكړ ی . د دغی بی بی همد غه انسا نی خصلتو نو ، منا سبو او منطقی كړ چا رونو په هغې بی بی د خلكو د بيلا بيلو پر ګنو با ور جلب كړې وو . په هما غه وخت كې هم چې بی بی خد يجه س د لو مړنی ښځې تا جر ې په تو ګه شهر ت درلو د ، پيغمبر اكرم ص د ځوا نۍ پړاو وو او خلكو هغه بزرګوار د پا كی ، رښتيا والی ، بی سا ری اما نت دارۍ په خا طر ستا يه . د دغې دوستی او اما نت شهر ت او اوازه چې په مكې كې خپره شوې وه بی بی خد يجه د دغه رښتو نی ځوا ن په لور جلب كړه او لږه مو ده وروسته یې هغه د تجا رتی كا روان د سا لار او د خپلو تجا رتی چا رو د سر پرست په تو ګه وټا كه . په تجا رت كې د پيغمبر اكرم ص كا ميا بی چې بی بی خد يجه یې له هغې مخكې سارې نه ووليد لې ، د حجا ز د ډيرې هو ښيا رې ښځې باور او تو جه له مخكې زيا ته د محمد مصطفی ص اما نتداری او سموالی ته واوخته .د محد ص د ژو ند رودې ، لو ړ فكر او رو عظمت خد يجه دې ته اړ كړه چې له دې وروسته ځا ن د تاريخ له دغه يوازنی شخصيت سره وتړی . د د محمد ص د پاكی ، اما نتداری او رښتيا والی جا ذبه دومره زيا ته وه چې بی بی خد يجه پخپله مخكې شوه او حضر ت محمد مصطفی ص ته یې د واده وړانديز وكړ .
خد يجه بی بی په دغه كړ چا ر سره چې د هغې د انكسا ری او عا جزی نښه وه ، وښو دله چې په رښتيا د هغې بی بی اصلی امتيا ز د خپل تجا رتی باور او شتمنۍ په وجه ند ې بلكې هغه څه چې هغې ته یې ارزښت وربخښلې دې ، د هغې د لو ړ فكر اود ليد تو ګې له امله دې . هغه د ژو ند په هغه شر يك پسې وه چې د فضيلت او معنويت له نظره د خپل وخت بره شخصيت وی او مسلمه وه چې له محمده ص پرته بل څو ك داسې نشو كيد لې .بی بی خد يجه ډيره هوښياره مير منه وه او له علم او فكره پرته به یې هیڅ څيز نه منل او حتی له فكره پرته به یې خبرې هم نه كو لې . د پيغمبر اكرم په نسبت د بی بی خد يجه تر ټو لو مهم احسا س د هغه بزرګو ار د حقيقی ارزښتو نو درك كو ل وو . هغې د انسا نی كما لاتو په معنا ډيره ښه پو هيدله او هغه یې يوا زې د پيغمبر اكرم په مبا رك وجو د كې وليد ل ، نو حا ضره شوه په خپل ټو ل وجو د سره د حضر ت محمدص په شا ن د شخصيت په خد مت كې شی . بی بی خد يجه له پيغمبر اكرم ص سره د واده په وخت خپل تفكر داسې بيا ن كړ ،
زه په خلكو كې د تاسو د شرافت ، اما نتداری ، خوش خلقی او رښتيا والی په خا طر له تا سو سره واده ته ګروهنه لر م .
په هغې ټو لنې كې دا روده او فكر چې اكثره خلكو د ظوا هرو او دنياوی رنګنيو په اسا س خپلې اړيكی ټينګو لې ، ستره او ځانګړی كتنه وه .
بی بی خد يجه د پيغمبر اكرم ص د ژو ند په حسا سو شرايطو كې څه هغه وخت چې مبا رك وجو د یې د وحی د نازيليدا په درشل كې وو او څه هغه وخت چې په پيغمبری مبعو ث شو ، تل د پيغمبر اكرم ص په څنګ كې وه . دغې سر شيندونكی بی بی د پيغمبر اكرم ص د رسالت د عظمت په درك كو لو سره خپل ټو ل توان د اسلام د پراختيا او تثبيتيدا په لاره كې وكاروه . بی بی خد يجه له هغه ځانګړ ی اجتما عی مو قيعيت او ډيرې شتمنۍ سره سره چې درلودله یې ، له پيغمبر اكرم ص سره په چلند كې هغه وړكو ټې شانته چلند هم چې د بر لاسی توب نښه وی ، ونه ښو ده . د بعثت د پيليدا له ورځو تر اسلام ته د لو مړنيو مسلما نا نو تر جذبيدو خطرناكو كلو نو بی بی خد يجه د اسلام په لاره كې له هیڅ كو شش او هڅې ډډه ونكړه .
د ډيرو لپاره شتمنی او ما ل پا يبندی ده ، خو د هغو كسا نو لپاره چې زړونه یې لو ړو ارزښتو نو ته سپا رلی دی ، د دنيا ما ل او شتمنی نه يوازې د كما ل مو ند لو خنډ نده بلكې د ارزښتو نو په خدمت كې يو اوزار او وسيله ده . حضر ت خد يجه بی بی هم د خپل ګران خا وند معنو ی او روحی ملاتړی وه او هم په هغه سخت پړاو كې د مسلما نا نو د اړتيا له نظره خپله درسته شتمنی د پغمبر اكرم ص په اختيا ر كې وركړه چې هغه د خداې د دين په لاره كې ولګوی.د بی بی خد يجه له مينې ډك زړه تل د رسو ل ا... مبا رك ځاې وو او كو ر یې د پيغمبر اكرم ص د ډاډ او ارامښنت ځاې . بی بی خديجه تل د پيغمبر اكرم ص درنا وې كا وه . د هغه خبره به یې منله او د منلو، اطا عت او يو زړوالی دغه حا لت د پيغمبر اكرم د زړه طاقت وو . د مشركا نو كړاونه او ردول او د قر يشو د ژبې زخمونه كافی وو چې هر كلكې ارادې درلو دونكې لړ زانه كړی ، خو پيغمبر اكرم ص له خپل شخصيتی مقا ومت او صلابته پرته د خپلې خبرې مير منې له هڅولو ، دالداری او ملاتړه هم برخمن وو . بی بی خديجه تل په خپلې مينې سره له هغه بزرګواره د ستړ يا او خپګا ن دوړې څنډلې .
يوه ورځ بی بی خد يجه خپل تره زوی ورقه بن نو فل ته وويل اعلان كوم چې هر ما ل او شتمنی او خد متكا ر چې لرم درست مې محمد ته وبخښل او چې هر څر نګه غواړی ویې لګو ی .
ورقه بن نو فل هم په لوړ غږ سره د كعبې په څنګ كې وويل اې عربانو خد يجه تا سو ګواه ګر ځوی ، ځان ، خپله شتمنی او غلاما ن یې محمد ته بخښلی دی ، چې وښی هغه لوې بو لی او د هغه درناوې كوی او له هغه سره مينه لر ی .
بی بی خد يجه خپله ټو له هڅه كو له چې د كور چا رې د پيغمبر اكرم ص د ګر وهنې په مطابق اداره كړ ی . او لكه څر نګه چې عبادت ته د پيغمبر اكرم له ګروهنې خبره وه نو داسې كړ چا ر به یې كا وه چې پيغمبر اكرم ص په اسا نۍ سره په راز و نياز او عبادت اخته وی او د بی بی خديجه شتون د عبا دت لپاره كو م خنډ ونه وينی .پيغمبر اكرم ص له بعثته مخكې هر ه ميا شت څو ځله او هر كا ل د روژې ميا شت په غار حرا كې په تفكر او عبادت تيروله .بی بی خد يجه د پيغمبر اكرم ص له روحيا تو په داسې درك سره هیڅكله د هغه بزرګوار لپاره كو م خنډ نه رامينځته كا وه او تل یې په يو زړه سره هغه بزرګوار بدرګه كا وه . خوړه به یې د حضر ت علی ع په وسيله د غره د پا سه ورلیږل او كله به پخپله هم له هغه حضرت سره ملګری كيد له .د پيغمبر اكرم د رضا يت د تر لاسه كو لو لپاره د بی بی خديجه كوشش او يو زړه والی تر دې حده وو چې د رحلت په وخت یې د خپلو وصيتو نو په تر څ كې پيغمبر ته وويل ما د تا په حق كې كوتا هی وكړه ، ما وبخښه .پيغمبر اكرم وفر ما يل
هیڅكله مې له تا غلطی ونه ليد له او تا خپله ډيره هڅه وكړه او زما په كو ر كې ډيره ستړی شوې .
په شعب كې د اقتصادی كلابندۍ په وخت او حتی له هغې وروسته د بی بی خد يجه ما لی مر ستې له تبا هی د اسلام او مسلما نا نو په ژغو رلو كې اسا سی رول درلو د . تر دې چې پيغمبر اكرم ص د شعب په پیښه كې وفر ما يل
هیڅ شتمنۍ د خد يجه د شتمنۍ په شا ن ما ته ګټه ونه رسو له .(بحارالانوار ج ۱۹ ص ۶۳ )
په شعب كې په مسلما نا نو او پيغمبر ډير دباو واچول شو او بی بی خد يجه په داسې عمر كې نه وه چې دومره سختيا نې ورپاره اسا نې وی .دغې ستر ې مير منې هغه ټو لې سختيا نې چې په شعب كې د كلابندۍ له امله ورسره مخا مخ شوه په ډير صبر سره وزغملې . خو د كلابندۍ په دوران كې د سخت كړاو له امله نا روغه شوه او د دغې ناروغۍ له امله له دنيا لاړه .
رسو ل ا... مبارك له بی بی خد يجه سره ۲۵ كا له په مينې او محبت سره ګډ ژو ند درلود . د دغه ژوند نتيجه څلو بچيان وو چې پكې بی بی فا طمته الزهره س ځا نګړې ځاې او مقا م لری . د دغې بزرګوارې بی بی خد يجه س ژوند ، د خداې د دين په لاره كې له سر شيندنو او فدا كا ريو ډك وو او د دغې سر شيندنې په وجه د پيغمبر اكرم ص په زړه كې له ژور ځا يه برخمنه شوه ، تر دې چې هغه حضر ت وفر مايل ،خديجه په خداې په ايمان كې د نړۍ د ښځو مخكښه ده .
زندگينامه بی بی خديجه به مناسبت دهم رمضان المبارك
840834
captcha