IQNA

د امريكې په هاوایې ولايت كې د قران مقابلی تر سره كیږی

13:49 - August 12, 2011
د خبر لمبر: 2169204
نړيواله ډله: د روانی ميلادی مياشتی اګست په شپږويشتمی نیټې د جمعی په مباركې ورځ د امريكې د هاوایې ولايت د مسلمانانو اتحاديه لخوا د قران پاك د حفظ او تفسيرمقابلی تر سره كیږی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو ويب پاڼې «IIO یې نقلوی چې دا مقابلی د قران پاك د ديرش اخيرې سورتونو، شل اخيری سورتونو او لس اخيری سورتونو د حفظ او تفسير په باره كې تر سره كیږی.
په دې مقابلو كې د هاوایې ولايت ټول مسلمانان برخه اخستلی شی او خوش قسمته كسانو ته چې درجې تر لاسه كړی د نومونو اعلان هماغه ورځ د ماسپښين په لمانځه كې كیږی.
840673
captcha