د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن د ايران په جنوب فارس ولايت كې د كورونو د يوی پروژې د پرانيستلو په مهال وويل د نړۍ زياتې غواړی انسانانو دغه نړۍ په داسی لور هدايت كړی چې له يو مليارډ زيات خلك په سخته ولږه او شرايطو كې ژوند كوی.
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد وويل يو شمير خلك د پانګه وال او استعماری نظام په سر كې ناست دی او ټولې زيرمې یې تر خپلی سلطې لاندې راوستی دی، په داسی حال كې چې د افريقايی هيوادونو خلك حتی خبر نه دی چې په هيواد كې یې څه نعمت او شتمنۍ موجوده ده .
د اسلامی ايران ولسمشر وويل عدالت دومره مهم دی چې الله تعالی د ټولو الهی پيغمبرانو دنده ګرځولی ده او كله چې عدالت ټينګ شی نو ټول به پرمختګ وكړی او وبه غوړیږی.
843911