د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له «نابلس» (nablustv) ټيلی ويژن چينل یې نقلوی چې د قدس او نورو ښارونو مفتی او د نيواكګر فلسطين كې د فتوی لپاره جوړه شوی لوړې شوری مشر په يو بيان كې اعلان وكړ چې په يو قران پاك كې د مخونو د غلطۍ له مخې او د ترتيب د بدليدو په وجه د هغه چاپ ممنوع شوی دی.
هغه زياته كړه چې دا نسخه د مصر پلازمينې قاهرې د صفا كتابتون د اجازې نامې نه پس چاپ شوی ؤ خو اوس پكښې له 291 مخ تر 324 مخ پورر مخونه نيشته او د نمل سوره پكښې دوه ځلې ليكلی شوی ده.
844691