IQNA

حماس: د صهيونی حكومت د مقابلې يوازنۍ لاره مقاومت دی

18:49 - August 17, 2011
د خبر لمبر: 2172864
نړيواله ډله: اسلامی غورځنګ حماس د صهيونی حكومت لخوا په نيواكګرو سيمو كې د نورو 277 كورونو د جوړولو اجازې او فيصله په كلكه غندولو سره ددې مخنيوی يوازنۍ لاره یې مقاومت او جهاد وباله.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز العالم یې نقلوی چې د اسلامی غورځنګ حماس په يوه بيان كې د صهيونی حكومت په سختې سره غندولو سره اعلان وكړ چې د اسراييل حكومت دا فيصله په نيواكګر ځای كې د تيريو او ظلمونو دوام وباله چې غواړې د اسلامی سيمه نورې ځمكې هم لاندې كړی.
همدارنګ حماس په دې بيان كې ويلی دی چې اسراييل مخكښې له دې هم د 4300 كورونو منصوبه شورو كړې ده او اوس د نورو 277 كورونو جوړولو وړانديز هم د ظلمونو انتها دی.
844445
captcha