IQNA

د اسلامی ملګرتيا موسسې د افريقا د وچكالۍ په هكله غونډه پيل كړه

22:41 - August 17, 2011
د خبر لمبر: 2172894
سياسی او ټولينزه ډله: د اسلامی ملګرتيا موسسې دغړيو هيوادونو استازيو د تركیې په استنبول ښار كښې د افريقا د ښكر په هيوادونو كښې د وچكالۍ او قحطۍ په باره كښې بیړنۍ غونډه ترسره كړه.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، زمونږ خبريال وايی د تركیې لومړی وزير رجب طيب اردوغان نن وويل سوماليه او د افريقا د ښكر ډير هيوادونه له وچكالۍ او قحطۍ سره مخامخ دی په دې اساس تركيه له اسلامی هيوادونو او دغه راز د نړۍ له اقتصادی قطبونو غواړی د سوماليه له خلكو سره مرسته وكړی.
هغه زياته كړه دا يوازې له سوماليه سره نه بلكې له بشريت سره مرسته ده .
رجب طيب اردوغان وويل تركیې تراوسه دسوماليه له خلكو سره ۱۵۰ ميليونه مرسته كړی ده او ټاكل شوی ده دروژې مباركې مياشتې تر اخره پورې دغه مرستې دوه سوه ميليونه ډالرو ته و رسیږی .
ملګروملتونو په يوه راپور كښې ويلی دی په سوماليه هيواد كښې انسانی كړكيچ او لوږه تر دې حده ده چې دزرګونو خلكو ژوند ته ګواښ كوی .
همدا اوس دافريقا څه دپاسه دولس سوه ميليونه خلك نړيوالو مرستو ته ضرورت لری .
دويلوه ده چې دايران اسلامی جمهوريت تراوسه درې ځله دسوماليه خلكو ته ډيرې مرستې استولی چې نوی پیټی یې نن دغه هيواد ته واستول شو.
845099
captcha