IQNA

په فرانس كې د قران د حفظ او قرائت مقابلی تر سره كیږی

15:15 - August 19, 2011
د خبر لمبر: 2173400
نړيواله ډله: د فرانس په مارسی (Marseille)» ښار كې سږ كال د اګست د مياشتی په څلور ويشتمې نیټې د قران د حفظ او قرائت مقابلی تر سره كیږی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «pageshalal»، یې نقلوی چې دا مقابلی د مارسې ښار د مسلمانانو مركز په همكارۍ سره د روژی د مياشتې په مناسبت ترسره كیږی.
ددې مقابلو كې ګډون لپاره د نومونو ليكو وخت د اګست د مياشتی پينځلسې نیټې څخه شورو كیږی.
دا مقابلې په دې برخو كې تر سره كیږی سوره‌ شمس، قمر، مطففين او نبأ سورتونو د حفظ مقابلی د څلورو كلونو تر لسو كلونو پورې كسانو تر مينځ، سوره‌ جمعه، مزمل او فجر له لسو كلونو تر شپاړسو كلونو پورې ځوانانو تر مينځ، سوره‌ لقمان، قاف، رحمان او قدر سورتونو حفظ د اوولسو كلونو تر پنځوسو كلونو پورې كسانو تر مينځ د سوره‌ سجده، حجرات، قيامت او قدر د حفظ مقابله د پينځوسو كلونو تر مينځ كسانو لپاره او د ټول قران پاك قرائت مقابلې تر سره كیږی.
د مارسې د مسلمانانو مركز اعلان كړې دی چې ددې مقابلو په پای كې دريو كسانو ته انعامونه وركولی شی.
845166
captcha