IQNA

مقتدی صدر: د شام پیښې د مصر او تيونس پیښو سره توپير لری

22:19 - August 21, 2011
د خبر لمبر: 2174810
نړيواله ډله: جيش المهدی مشر ښاغلی مقتدی صدر د شام په داخلی چارو كې د امريكې د لاسوهنې نه پس د شام په حالاتو په هكله وويل چې د شام پیښې د مصر او تيونس پیښو سره توپير لری.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اصوات العراق خبرې اژانس یې نقلوی چې د مقتدی صدر له بشار الاسد د اوباما دا غوښتنه چې مشرۍ او واكمنی پریږدوې ته اشارې سره وويل چې بشار االاسد په مينځنې ختیځ كې د امريكې د استعمار په مقابل كې يوه بيلګه ده.
هغه په شام داخلی چارو كې د امريكې د لاسوهنې په غندولوسره جوته كړه چې مخكښې له دې زه د شام د مسايلو په اړه غلې ؤم خو د امريكې پرله پسې لاسوهنې لامله ما دغه خاموشه او چپتيا ماته كړه.
846523
captcha