IQNA

په چيچنيا كې د قران حافظانو مدرسه پرانستلې شی

10:28 - August 23, 2011
د خبر لمبر: 2175311
د قرانی كارونو ډله: د ميلادی مياشتې اګست په درې ويشتمې نیټې د قران پاك د حفظ مدرسې افتتاحی مراسم د چيچن په ګودرمس ښار كې تر سره كیږی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له يورپ څانګې یې نقلوی چې د چيچن د تعليم او تربيت او روحإنی او اخلاقی مركز مشر په دې هكله وويل چې په ګودرمس ښار كې د قران پاك د حافظانو مدرسې ودانۍ پوره شوی دی.
هغه زياته كړه چې د ددې مدرسې افتتاحی مراسم د قران پاك د حافظانو د قفقاز د مختلفو سيمو مفتيانو او دينی شخصيتونو او ځينې عربی هيوادونو سفيرانو په ګډون سره تر سره كیږی.
د ويلو ده چې د قران پاك د حافظانو مدرسه د «كورچالويوسك» (Kurchaloevsk) ښار په «تسينتورای» (Tcentoroy) كلی كې دا لومړۍ مدرسه ده چې هلته د قران پاك د حفظ تعليم وركولی شی.
847241
captcha