IQNA

د ليبيا رژيم نسكور شوی او قذافی سبها ښار ته تښتيدلی دی

10:29 - August 23, 2011
د خبر لمبر: 2175337
نړيواله ډله: د ليبيا د لنډ مهاله او انقلابيانو شوری غړې وويل چې د ليبيا حكومت نسكور شو او د چارو واګی د معمرالقزافی مخاليفينو په لاس كې او د قذافی جنوبی ښار سبها ته تښتيدلی دی خو ځينې سر چينې وایې د قذافی هیڅ درك نيشته.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له مصری ورځ پاڼې اليوم السابع یې نقلوی چې ښاغلی ياسين السمالوسی، چې د لنډ مهاله ولسی ادارې مشر دی وايی د معمر القذافی زوی سيف الاسلام او الساعدی نيول شوې دی او بل زوی محمد اكبر یې ځان تسليم كړې دی او خپله وسله یې انقلابيانو ته تسليم كړې پردې سربيره هغه لواء، چې دنده یې د معمر القذافی ساتنه وه خپله وسله غورځولې ده او تسليم شوې دی او د معمر القذافی برخليك ناڅرګند دی . په طرابلس كې د ښار په مركزی برخه كې زرګونه كسان راغونډ شوی دی او جشن لمانځی.
د ښار په څنډه كې لويه پوځی اډه هم انقلابيانو نيولی او ۹۵ سلنه ښار هم د انقلابيانو په لاس كې دی .
د ښار كنټرول د اپوزيشن په لاس كې دی خو ځينی دولتی ودانۍ لا اوس هم پاتې دی .
له بلې خوا تيره شپه د ليبيا حكومتی وياند موسا ابراهيم په طرابلس يوه بیړنی خبری كانفرانس كې وويل چې په تيرو ۱۲ ساعتونو كې په ليبيا كې د ناټو ځواكونو او باغيانو په بريدونو كې (۱۳۰۰) كسان وژل شوی او تر(۵۰۰۰) پنځه زره زيات ټپيان دی.
خو په سيمه كې په كاربوخت خبريالان وايی چې ښايی مرګ ژوبله تر دې څوچنده زياته وی .
د ليبيا پلازمينه طرابلس نن سهار مهال د ولسی پاڅون پر لاس سقوط كړی دی او د طرابلس په زرګونو استوګن د خوشالې او د دې تاريخی ورځې د لمانځنې په موخه لارو كوڅو ته راوتې دی .
له انقلابيانو سره مل خبريالان وايی تر اوسه دمعمر القذافی دپلويانو له اړخه دمقاومت هیڅ نښه نه ليدل كیږی ناټو خبر وركړې دې دمعمر القذافی نظام ړنګ شوې او نور هیڅ شتون نه لری .
847812
captcha