د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز الجزيره یې نقلوی په دې سربيره هغه لواء، چې دنده یې د معمر القذافی ساتنه وه خپله وسله غورځولې ده او تسليم شوې دی او د معمر القذافی برخليك ناڅرګند دی.
په طرابلس كې د ښار په مركزی برخه كې زرګونه كسان راغونډ شوی دی او جشن لمانځی.
د ښار كنټرول د اپوزيشن په لاس كې دی خو ځينی دولتی ودانۍ لا اوس هم پاتې دی .
له بلې خوا تيره شپه د ليبيا حكومتی وياند موسا ابراهيم په طرابلس يوه بیړنی خبری كانفرانس كې وويل چې په تيرو ۱۲ ساعتونو كې په ليبيا كې د ناټو ځواكونو او باغيانو په بريدونو كې (۱۳۰۰) كسان وژل شوی او تر(۵۰۰۰) پنځه زره زيات ټپيان دی.
خو په سيمه كې په كاربوخت خبريالان وايی چې ښايی مرګ ژوبله تر دې څوچنده زياته وی .
د ليبيا پلازمينه طرابلس نن سهار مهال د ولسی پاڅون پر لاس سقوط كړی دی او د طرابلس په زرګونو استوګن د خوشالې او د دې تاريخی ورځې د لمانځنې په موخه لارو كوڅو ته راوتې دی .
له انقلابيانو سره مل خبريالان وايی تر اوسه دمعمر القذافی دپلويانو له اړخه دمقاومت هیڅ نښه نه ليدل كیږی ناټو خبر وركړې دې دمعمر القذافی نظام ړنګ شوې او نور هیڅ شتون نه لری.
خو ځينې سرچينې وایې چې سيف الاسلام تر اوسه پورې نيول نه دی شوی بلكې د ليبيا سركاری ټيلی ويژن د هغه ویډيو خپور كړ او دا یې ناټو يوه دسيسه وبلله.
847809