IQNA

قذافی په طرابلس كې پټ شوی دی

18:57 - August 23, 2011
د خبر لمبر: 2175761
نړيواله ډله: له قاهری د فرانسی خبری اژانس د راپور له مخې په مصر كې د ليبيا د انتقالی ملی شورا استازې عبدالمنعم الهونی د مصر له خارجه وزير محمد عمرو سره له كتنې وروسته وويل دغه شورا باوری ده قذافی له خپلی كورنۍ سره په طرابلس كې پټ دی .
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، همدغه راز د ليبيا د انتقالی ملی شورا مشر مصطفی عبدالجليل پرون ويلی دی انقلابيان به هغه په پوره ډ‌ول بريالی وی چې معمر قذافی ونيسی .
له بلې خوا د تركی خارجه وزير هم د ليبيا دحالاتو په اړه د نړۍ د بيلا بيلو هيوادونو له خارجه وزيرانو سره خبرې اترې كړی دی .
احمد داوود اوغلوچې اوس ايتوپيا كې دې او نن شپه به طرابلس ته ځی د آمريكا، فرانسه، قطر، كانادا، آلمان، ايتاليا، ناروی ، سویډن ، ډنمارك، اماراتو خارجه وزيرانو او د انګلستان د خارجه وزير له مرستيال سره د ليبيا د حالاتو په دغه هيواد كې د تاوتريخوالې د مخينوې په اړه خبرې كړی او ډير زر به په استانبول كې د ليبيا د تماس د ډلی غونډه وشی .
847906
captcha